د شخړو د حل نوی ټاکل شوی مشاور معرفی شو

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۰:۴۶
مشاور

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي کریم شاه تیلوي نن دوشنبه د وزارت د کنفرانسونو په تالا کې د یو لړ مراسمو پر مهال ښاغلی  مولوي محمد آجان ، د دغه  وزارت د شخړو د حل د نوي مشاور په توګه معرفي کړ.

د ښاغلي مولوي محمد آجان د پیژندنې په دې  مراسیمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږي معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، مالي او اداري عمومي رئیس مولوي مولوي محمد انور تائب په شمول د وزارت یو شمیر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

ښاغلي احمد او نورو مسؤلینو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د شخړو د حل د مخکیني مشاور له کړنو څخه په مننې سره نوی ټاکل شوی مشاور د ژمن او خدمت کوونکي شخصتیت په توګه یاد کړ زیاته یې کړه چي د نوموړي کړنې به د قومونو ترمنځ د پېښو شويو شخړو او ناخوالو د حل  مصدر او منشأ وګرځي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu