د سولې د ټینګښت په برخه کې د قومي مشرانو او شوراګانو رول له ارزښته ډک دی!

دغه خبره د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن دوشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې میاشتې په دویمه نېټه د حق او عدالت ګوند، او د ځاځیو سرتاسري شورا له مشرانو سره د کتنې په ترڅ کې څرګنده کړه.
په دې کتنه کې، چې د وزارت معینان، یو شمېر رئيسان او سلاکاران هم حاضر و، راغلو مشرانو د خپلو سمیه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې تل یې د قومونو د انسجام، سولې، ملي یووالي د ټینګښت، د جرګو او مرکو له لارې ټولټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون او رابللو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي دي.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي په خپلو خبرو کې د یادو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې وې ويل: د سولې د ټینګښت په برخه کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او د شوراګانو استازو رول له ارزښته ډک دی او باید په ملي مسایلو کې دوی ته لومړیتوب ورکړل شي.
همدا راز ښاغلي شېرزي د تلې د ۶مې نېټې ټاکنو لومړنیو پایلو د اعلان له امله خوښي څرګنده کړه او له قومي مشرانو څخه یې وغوښتل، چې د نظام د ټینګښت لپاره سره یو موټی شي.