د سولې د نړیوالې ورځې په لمانځغوڼده کې ګډون!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي
د سولی نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې، چی د سولې په چارو د دولت وزارت له خوا جوړه شوې وه، برخه واخیسته.

په دې غونډه کې وینا والو د جګړې پر ناوړه اغیزو او د دایمی اوعادلانه سولې پر راتګ چی واک یی د افغانانو په لاس کې وي ټینګار وکړ.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي عبدالسلام رحیمي وویل: د افغانستان حکومت تل د سولې او امن د ټينګښت لپاره چمتووالې ښودلې او په دې لاره کې يې زیاتې هلې ځلې کړي، نوموړي د طالبانو او افغان دولت ترمنځ اوربند ضروري وباله او هیله وښوده، چی طالبان هم باید له افغان حکومت سره نیغ په نیغه خبری وکړې تر څو په هېواد کې څلوېښت کلن ناورین چې افغانانو ته يې بېشمېره مالي او ځاني زیانونه اړولي دي، پاې ته ورسیږي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu