د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت ځانګړي استازي د وکیل محمد جان کوچي د ښوونځۍ څخه لیدنه وکړه!

نېټه :۱۱/۱۱/۱۴۰۰ هــ ش
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت ځانګړي استازي د تفتیش رئیس حاجي ملا نیاز محمد (تقی) او ورسره مل پلاوي نن د غزني ولایت په مرکز کي د وکیل محمد جان کوچي د ښوونځۍ څخه لیدنه وکړه.
په پیل کي د وکیل محمد جان کوچي د ښوونځي اجرائیه مدیر ښاغلي احمد جاوید شرفزوي د ښوونځي د تاریخچې، پرسونل، د لیلې د خدماتو او معلمینو په اړه بشپړ معلومات ورکړل، وروسته ښاغلي (تقي) د لیلې د تعمیر، مسجد شریف، کتابتون، خوړنځي او نورو موجوده اجناسو څخه لیدنه وکړه، په اخير کې یې د اجناسو د ښه ساتني سپارښتنه وکړه، او د موجوده ستونزو د ژر حل په موخه يې د ښوونځۍ کارمندانو ته وعده ورکړل..