د خوست ملي موزیم، عامه کتابتون او لنکن ښوونیز مرکز څخه لیدنه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۱۱:۸
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم او ورسره مل پلاوي خوست د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د موزیم له تاریخي اثارو او عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه.

لومړی د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمدانور زاهد له لوري محترم محب الله صميم او مل پلاوي ته ښه راغلاست او هرکلی وویل شو او تر څنګ یې په اړوندو برخو کې معلومات ورکړل.

ورپسې ښاغلي صميم په خوست کې د مېشتو چارواکو او مشرانو له مېلمه پالنې او تود هرکلي څخه د مننې په ترڅ کې د موزيم بېلابېلې برخې او عامه کتابتون وکوت او د دغو تاريخي اثارو د ساتلو او کتابتون په بډاينه کې يې د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .

BACK TO NEWS

User account menu