د خوست او پکتیا ولایت له قومي مشرانو سره ناسته

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۸:۵۷
خبر

٢٤/٨/١٤٤٥ ھ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست الحاج ملا نور الله نوري نن سه شنبه د ناستو په تالار کې د خوست او پکتیا ولایت د برمل او سپېره ولسوالیو له بېلابیلو قومي مشرانو سره داسې مهال وکتل چې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین مولوي محمد علي جان احمد هم حضور درلود.

د غونډې پر مهال قومي مشرانو د اسلامي امارت له مسؤلینو خوښي څرګنده کړه او د حاکم نظام د دوام او قیام دعا یې وکړه، قومي مخورو د ځینو ځایي ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد د یادو قومونو په شل کلن انقلاب کې ستړیاوي وستایلې او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې ستاسو ستونزي زموږ ستونزې دي، د حل لارې به ورته ګورو.

په پای کې ښاغلي نوري راغلیو قومي مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې تاسې په تېر انقلاب کې زحمتونه او تکالیف وګالل، نن ستاسې هره ستونزه، مشقت موږ په سترګو منو، تر څو چې مو وس وي، د حل لارې ورته ګورو، او ستاسې همکار به یو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu