د بلخ ولايت د چهار بولک ولسوالي د دوو قومونو تر منځ شخړه حل او په دوستي بدله شوه.

د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالي د خواجه روشنايي او ورناغه په سيمو کې د ازبک او ترکمن قومونو تر منځ د را ولاړې شوې شخړې د پرېکړې او حل په موخه د همدې ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د جرګو په تالار کې غونډه جوړه شوه.
په ياده غونډه کې د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ښاغلي عبدالحبيب رحماني د شخړې له دواړه لوريو او قومي مشرانو سره په خپلو خبرو کې د قومونو تر منځ په یووالي ټینګار وکړ دواړه طرفه یې وحدت او ورورګلوي ته را وبلل او د دواړو قومونو تر منځ يې شخړه پای ته ورسوله.
په پاي کې دواړو لوریو د غونډې د ګډونوالو په حضور کې ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې د غونډې ټولو پريکړو ته به درناوى کوي او له نن نه وروسته به بیا ځلې شخړه نه کوي او د ديني وروڼو په څير به يو د بل تر څنگ ژوند کوي.