د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډو په دوام نن په سرپل ولايت کې غونډه تر سره شوه

khoram2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۶:۲۶
ناسته

يکشنبه ۲۶/۳/۱۴۴۶

دا غونډه د ياد ولايت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه چې پر مهال يې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ حضرت ولي حقاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني، د ياد ولايت مرستيال والي، ولسوالانو، ولسي مشرانو، ديني عالمانو او ګڼو ځايي اوسيدونکو برخه اخيستې وه.

په پيل کې د سرحدونو ګ، قومونو او قبايلو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني د وزارت په پاليسيو معلومات وړاندې کړل. دغه وزارت يې د حکومت او ولس ترمنځ د وصل پُل ياد کړ، چې خلک کولاي شي خپله هره غټه او وړه ستونزه لوړ رتبه مسؤلينو ته له دغه ادرسه ورسوي. د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد وويل: د اشغال پر مهال د اسلام غږ پورته کول له تمدن نه لرې خبره ښکاريده خو دوی نه پوهيدل چې کاميابي په اسلام او الهي دين کې ده. ښاغلي احمد په خلکو غږ وکړ، چې راځئ وطن لا پر مخ روان کړو، تير هير کړو او هڅه وکړو چې بيا د پرديو په لمسون ونه غوليږو.

د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ حضرت ولي حقاني افغانان د لوړ عزم خلک ياد کړل، له دښمن سره یې تن په تن مقابلې د هغوی ناپاک اميدونه خاورې کړل او د هيواد خپلواکي، امن او هوساينه يې د زحمتونو نتيجه وبلله. له دې وروسته د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر زياته کړه د دشت ليلې شهيدانو بچيان د خپلو پلرونو د راتګ انتظار باسي دا نه هيردونکی جبران زمونږ او ستاسو د بې اتفاقۍ وجه وه بايد متحد شو دښمن مات کړو او پرې نږدو چې پخوانى کار بيا تکرار شي ځکه د اتفاق په نتيجه کې مونږ روس او امريکا پشان لوی طاقتونه مات کړل.

سيمه ييزو مشرانو دا نظام د الله (ج) له لوري يوه لورينه ياده کړه، د اسلامي احکامو پلي کيدل، حق حقدار ته سپارل او بشپړ حاکميت يې بي مثاله لاسته راوړنې وبللې دوئ په سرپل ولايت کې د امارت ترسره شوي خدمتونه وستايل او غوښتنه يې وکړه چې ياد ولايت ته به لا نوره توجه هم وکړي. ورپسي د اهل تشيع قومي مخورو خلکو ته وويل: ډاډ درکوو چې حاکم نظام يو ټول شموله حکومت دی، مونږ هيڅ ستونزه ورسره نه لرو بلکې تر څنګ يې ولاړ يو او هرې قربانې ته يې چمتو يو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu