دسرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم بدخشان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ددغه ولايت د تشکان ولسوالۍ له يو شمېر فعالو ځوانانو سره وکتل.
په دې کتنه کې انجينر دين محمد فدايي د نورو په استازیتوب د وزارت له مشرتابه څخه مننه او قدردانې وکړه، چې د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې یې بدخشان ولایت ته سفر وکړ، هغه د نورو په استازیتوب د یادې ولسوالۍ د ځوانانو یو شمېر بېلابېلې ستونزې د حل په موخه له ښاغلي صمیم سره شریکې کړې.
ورپسې محترم محب الله صمیم په خپلو خبرو کې ځوانان یووالي ته راوبلل او د ټولنې په پرمختګ کې یې د ځوانانو رول مهم وباله، دغه راز یې دوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به يې پر وخت رسېدنه کېږي.
