خوست کې د ۴۶ کلنې خونړۍ شخړې ترڅنګ بلخ کې هم ۴ کلنه شخړه هواره شوه

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۱:۱۰
خوست کې د ۴۶ کلنې خونړۍ شخړې ترڅنګ بلخ کې هم ۴ کلنه شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۲۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۷

د خوست ولايت ځاځي ميدان ولسوالي په اسکندرې او اکا کاهول سيمو کې د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې ۴۶ کلنه دښمني، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو، د ولسوالي منسوبينو، ديني عالمانو او ځايې قومي مشرانو په هلو ځلو حل او دښمنې کورنۍ د سولې له خواږه نعمته برخمنې شوې.

د دغې راپورته شوې شخړې له کبله له يوه لوري دوه کسان وژل شوي وو او ترمنځ يې دوامداره جنجالونه موجود وو، چې مسؤلينو د خپلو هڅو په برکت لومړی سولې ته راضي کړل او بيا يې ترمنځ د پښنتي دود او اسلامي شريعت په رڼا کې فيصله واوروله. دا فيصله د ښکېلو خواوو د رضايت سبب شوه، چې د کلونو کلونو مرګوني دښمني يې پای ته ورسېده.

په همدې حال کې د بلخ ولايت په تليګک ولسوالي کې د دې ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په همغږي د دوو کورنيو ترمنځ شاوخوا ۴ کلنه شخړه، چې د ځمکو د ملکيت پر سر راپوروته شوې وه حل او طرفينو د سولې غاړې ورکړې.

علاوه بر حل منازعه  ۴۶ ساله در خوست، منازعه ۴ ساله در بلخ نیز حل شد

چهارشنبه ۲۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۷

دشمنی ۴۶ ساله میان دو خانواده در مناطق اسکندر و آکا کاهول ولسوالی ځاځی میدان ولایت خوست، با تلاش‌های مسئولین ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل آن ولایت، مسئولین ولسوالی، علمای دینی و بزرگان قومی محلی حل  و خانواده‌های متذکره از نعمت شیرین صلح بهره‌ مند شدند.

بر اثر این منازعه ، دو نفر از یک طرف کشته شده بود و درمیان آنها جنجال های دوامدار وجود داشت. مسؤلین، ابتدا آنها را به صلح و آشتنی راضی ساخته، سپس در پرتو  شریعت اسلامی و سنت پسندیده افغانی  میان آنها فیصله کردند. این فیصله سبب رضایت طرفین منازعه شد، که در نتیجه آن دشمنی مرگبار سال‌ها خاتمه یافت.

در همین حال، در ولسوالی تلیگک ولایت بلخ، با هماهنگی ریاست امور سرحدات،اقوام و قبایل ولایت نامبرده ، اختلافات تقریباً چهار ساله میان  دو خانواده که بر سر مالکیت زمین به وجود آمده بود، حل و طرفین با هم آشتی نموده و یکدیگر را در آغوش گرفتند.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu