بلخ کې د ۸ کلنې شخړې سربېره پروان او کنړ ولايت کې بېلابېلې شخړې هوارې شوې

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۷
بلخ کې د ۸ کلنې شخړې سربېره پروان او کنړ ولايت کې بېلابېلې شخړې هوارې شوې

سه شنبه ۱۱ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د بلخ ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شاوخوا ۸ کلنه شخړه، چې د يوې مېرمنې تر وژلو وروسته يې لوی اختلافات رامنځته کړي وو د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست له لوري د قومي دود له مخې د يوې جوړې شوې جرګې پر مهال حل او دواړو خواوو له دښمني لاس واخېست. په همدې حال کې د پروان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي مشرانو او علماوو په حضور کې د هغه دوو کورنيو ترمنځ روغه وکړه، چې د ترافيکې پېښې له امله يې له يوه لوري دوه تنه وژل شوي وو او ترمنځ يې لاهم اوږده جنجالونه موجود و. همدا راز د کنړ ولايت په منورې ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې له دواړو خواوو شپږ تنه ټپيان شوي وو د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست له خوا حل او ښکېلو کورنيو د سولې غاړې ورکړې. د يادونې وړ ده، چې د پخلا شويو ټولو کورنيو مشرانو د مسؤلينو له لوري د ترسره شويو پرېکړو هرکلی وکړ، او د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، چې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي. هغوی دا چاره د ټولنې د ثبات، یووالي او دښمنیو له منځه وړلو لپاره یو مهم ګام وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu