بادغيس کې دوه قومونه له ۳۰ کلنې دُښمنۍ ورسته سره پخلا شول

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۰:۳۴
شخړه

 

دوشنبه ۱۴۴۶/۷/۱۹

د بادغيس ولايت بالا مرغاب او غور ماچ ولسواليو کې د موسی زي او اڅکزي قومونو ترمنځ شاو خوا دېرش کلنه دُښمني په سوله ييز ډول حل او دواړه قومونه د ورورۍ په ټغر راټول شول. 

په دغه شخړه کې چې له امله یې څو تنه ټپيان شوی وو او يو له بل سره يې د لسګونه څارويو د برمتې پر سر لا هم ژور جنجالونه موجود وو، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو، قومي مشرانو، علماء کرامو او ځايې اوسېدونکو د هڅو په پایله کې د یوې مرکې په ترڅ کې روغې جوړې ته راوبلل شول. 

د روغې جوړې په ناسته کې لومړی له دواړو خواوو څخه اختیار خطونه واخیستل شول او وروسته یې په اړه د خېر فيصله وشوه چې د فیصلې په اړه دواړو لوریو رضایت وښود او سره غاړه غړۍ شول. دوی د پرېکړې له منلو وروسته د اسلامي امارت له مشرانو مننه وکړه ویې ویل: موږ ژمن یو، چې تردې وروسته به يوبل ته هېڅ خنډونه نه جوړوو او یو له بل سره به د وروڼو په څېر ژوند کوو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu