د کندز ولايت له قومي مشرانو سره کتنه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۳ - ۱۹:۴۲
mobta

١٤٤٤قمري کال د ربيع الثاني ١٩مه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مقام د دفتر رئيس ښاغلي شيخ حضرت ولي حقاني نن له غرمې مخته په خپل کاري دفتر کې د کندوز ولايت له قومي مشرانو سره په داسې حال کې ولیدل چې د تحقيق او مطالعاتو رئيس ښاغلي مولوي هدايت الله حقاني هم حضور درلود. د راغلو مشرانو په استازيتوب حاجي ارباب اعظم، وکيل گل محمد عابد، ډاکتر محمد هاشم او عبدالکريم د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسلامي نظام پايښت، قوت او تقويت د ټول افغانانو غوښتنه وبلله، هغوی په کندز ولايت کې د نوې تشکيل شوې ولسوالۍ کلباد په اړه ځيني غوښتنې او پيشنهادونه وړاندې کړل. ورپسې ښاغلي حقاني د مشرانو د راتگ له امله مننه وکړه هغه وویل: چې ستاسو ستونزې مو واوريدلې او د حل په موخه به د سرحدونو ، قومونو او قبايلو چارو له سرپرست وزير سره هم شريکې شي. ښاغلي حقاني د کندز ولايت مشرانو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۴
Background image

خوست کې د ۷۰ کلنې دښمنۍ پای

چهار شنبه ٢۸ شوال المکرم  ۱۴۴۷

د خوست ولایت د باک ولسوالي په شمل خېلو سيمه کې د یوې اوږدمهاله شاوخوا اویا کلنې دښمنۍ روغه جوړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۳۲
Background image

((که څوک د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي د شړل شویو اشغالګرو په برخلیک به اخته شي))

 چهار شنبه/۲۸/ شوال/۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت مخورو مشرانو ته د وینا پرمهال وویل، چې دا ولسونه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۲۹
Background image

کاپيسا، ننګرهار او بلخ ولايت کې جلاجلا شخړې حل شوې

چهار شنبه ٢۸ شوال المکرم  ۱۴۴۷

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د ځايي قومي سپين ږيرو په ملتيا د دغه ولايت په حصه دوهم کوهستان کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu