هلمند کې د مسؤلينو په هڅو درې جلا شوې کورنۍ سوله ييز ژوند ته را وګرځېدې
پنجشنبه ۱ جمادیالآخرة ۱۴۴۸
دهلمند ولايت د سرحدونوقومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو له لوري د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې د درې پلرنيو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه حل او فصل شوه.
د غه شخړه، چې د ځينو کورنيو جنجالونو له امله راپورته شوې وه، څه موده يې دوام کړی و او څو تنه پکې ټپيان شوي وو ښکېلو کورنيو ته يې سخت مشکلات او خپلمنځي اختلافات پيدا کړي وو.
مسؤلينو د ځایې قومي مشرانو په هڅو د دغو جنجالونو او زړه بدوالي د پای ته رسولو په موخه د هغوی ترمنځ جرګه جوړه کړه او د واکونو په اخيستلو سره يې د يوې شرعي فيصلې په ترڅ کې پخلا کړل، چې په همدې سره يې د خوښۍ نوی ژوند پيل کړ.
