د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه
۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.
په دغه ازموینه کې دڅه باندې یوې میاشتې نوملیکنې په موده کې ۴۹۸ کسانو نوملیکنه کړې وه، چې له جملې یې ۴۱۸ تنونن په ازموینه کې برخه اخیستې وه،چې له ډلې به یې ۳۰۰ تنه دیادانستیتیوت څلورو پوهنځیو(کمپیوټر ساینس، ساختماني انجینري،اقتصاد او کرنې)پوهنځیو ته دلوړو نمروپر اساس وروپېژندل شي.
د یاد انستیتیوت آمر مولوي غلام صدیق سباوون د ازموینې پرمهال وویل، چې په دغه انستیتیوت کې هر کال د هیواد د ټولو ولایتونو له لرې پرتو ولسوالیو څخه سلګونه محصلین جذب او له مسلکي ښوونې او روزنې وروسته فارغېږي.
