د بغلان سربېره په بدخشان، هرات او دايکندي ولايت کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې وشوې
پنجشنبه ۱ جمادیالآخرة ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشري د هيواد په مختلفو ولایتونو کې ولسي خلکو سره د اسلامي شريعت د تنفيذ او ولسي یووالي په موخه د غونډو په لړ کې دا ځل د بغلان ولايت په خوست ولسوالي، د بدخشان ولايت په کشم، د هرات په پشت کوه او د دايکندي ولايت په ګجرات ولسوالي کې له عامو خلکو سره غونډې ترسره شوې.
د يادو غونډو له لارې ديني عالمانو او قومي مخورو په هېواد کې دننه او بهر د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستايلې او د خپلو سيمه ييزو ستونزو د شريکولو ترڅنګ يې له مسؤلينو وغوښتل، چې د ولسي يووالي او اتحاد لپاره داسې غونډې جاري وساتي ترڅو د ولس او حکومت ترمنځ هېڅ فاصله پاتې نه شي.
د دغو غونډو په ترڅ کې مسؤلینو د اسلامي امارت څخه د خلکو د ملاتړ هرکلی وکړ او ويې ويل: د نظام مسؤلين شپه او ورځ د خپلو خلکو په خدمت کې دي او د همدغسې غونډو له لارې ورسره هره لويه او وړه ستونزه په ډاډه زړه شريکولای شي. يادو مسؤلينو د امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونه هم خلکو ته تشریح کړل او په ګډونوالو يې وويشل. دوی همداراز له خلکو وغوښتل، چې د ياد فرمانونو په عملي کولو کې له مسؤلينو سره همکاري وکړي.
