ډېر ژر به د وزارت اړوندو تعلیمي مرکزونو کې زده کوونکو ته په انلاین ډول تدریس پيل شي!

mobta-af
Thu, Mar 26 2020 9:59 AM
mobta

په هغې غونډه کې، چې نن چهارشنبې د روان لمریز کال د کب میاشتې پر ۶ مه نېټه د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په مشرۍ جوړه شوې وه، د وزارت د مقام د دفتر ریس ښاغلي نورآقا ناصري، د ښوونې او روزنې رئيس ښاغلي محمد نبي شهاب، د معلوماتو د انسجام پروژې مسؤل ښاغلي منصور حیدري، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس ښاغلي عبدالوحید خاورې، د معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس ښاغلي خسرو سلام زاده او د وزارت مالي سلاکار ښاغلي حمیدالله بارکزي هم پکې ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي بارکزي د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره د وزارت د هلو ځلو پر دوام د اړوندو لېسو زده کوونکو ته په انلاین ډول د زده کړو د سیسټم برابرولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

همدا راز یې د معلوماتو او انسجام پروژې له مسول او د معلوماتي ټکنالوژۍ له رئيس څخه وغوښتل، چې د ښوونې او روزنې ریاست سره په همغږۍ یاد سیسټم جوړ او پر خپل وخت یې د زده کونکو د زده کړې ترسره کولو په موخه وکاروي، د دې ترڅنګ یې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس ته هم لارښوونه وکړه، تر څو د عامه پوهاوي په برخه کې د زده کوونکو سره همغږي ولري او خپله همکاري ترسره کړي.

د یادولو وړ ده، چې د زده کوونکو لپاره د انلاین سیسټم فعالول د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه جوړیږي، ترڅو زده کونکي وکولای شي، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu