د سهیل ختېځ قومونو د یووالي شورا له مشر سره کتنه!

mobta-af
Tue, Jan 21 2020 2:55 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي نن سه شنبې د سلواغې میاشتې پر لومړۍ نېټه د سهیل ختېځ قومونو یووالي شورا له رئیس ښاغلي مین ګل څمکني او ملګرو سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په یاده کتنه کې د قومونو تر منځ په یووالي، د سولې په بهیر کې د قومي مشرانو د ونډې په ارزښت، د قومي شوراګانو تر منځ په همغږۍ او انسجام خبرې وشوې.

ښاغلي بارکزي له قومي مشرانو او قومي شوراګانو سره د وزارت د اړېکو په اړه خبرې وکړې وې ویل:چې له وزارت سره لسګونه شوراګانې ثبت او راجستر دي، د ملي موخو د لاسته راوړلو لپاره په ګډه کار او د هغوی له مشورو څخه ګټه پورته کوو.

ښاغلي مین ګل پخپلو خبرو کې له نظام څخه د ننګې او ملاتړ تر څنګ وویل: چې ژوند پرمخ روان دی، په هره برخه کې بدلونونه او نوښتونه رامنځته شوي دي، جګړه د حل لاره نه ده، موږ ټول د سولې د ټینګښت په برخه کې هاند او هڅو ته چمتو یو باید ټول افغانان په دې برخه کې هڅې وکړو، تر څو زموږ ولس له سوکاله او هوسا ژوند څخه برخمن شي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu