د پښتونستان لېسې وضعيت وڅېړل شو!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي تېره ورځ په داسې حال کې، چې د وزارت د ښوونې او روزنې رياست وارسي کوونکى ښاغلى جمال الدین زاهد، د وزارت مقام سلاکار محترم اختر محمد شرافت اود ننګرهار د سرحدونو او قبايلو چارو رئیس ښاغلى الحاج وجیه الرحمن شینواري يې ملتيا کوله ددغه ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د پښتونستان له عالي لیسې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې پلاوي د ادارې د مشرتابه او زده کوونکو سره ناسته وکړه د دوي ستونزی او مشکلات یې واورېدل او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړی، چې په ستونزو کې د لېسې د احاطې دیوال د برېښنا موضوع او شاګردانو ته د لابراتواري موادو نشتوالى شامل و، چې دغه درې واړه مشکلاتو د حل په غرض اجراات شوي دي او په نژدې راتلونکې کې به دغه مشکلات حل کړای شي.
همدارنګه د درسي کتابونو او کمپیوټر زده کړې په غرض هم ادارې او زده کوونکو ته ډاډ ورکړ شو، چې دا ستونزه به هم هواره شي.
ښاغلي احمدزي دغه راز زده کوونکي اتفاق، اتحاد او ښې زده کړې ته وهڅول او د ادارې له استادانو څخه یې هم د ښه تدریس غوښتنه وکړه.