جمهور رئیس غني، د کندهار ولایت د مشرانو او ځوانانو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

mobta-af
Tue, Nov 05 2019 1:11 PM
mobta

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني نن مازدیګر په داسې حال کې، چې د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزى هم حضور درلود، د ویډیو کنفرانس له لارې د کندهار ولایت د مشرانو، متنفذینو، د مدنې ټولنې فعالانو او ځوانانو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

دوی په دغه ویډیو کنفرانس کې د پوهنې، روغتیا، پانګونې، کرنې، بشري ظرفیت، د اوبو د مدیریت، بای پاس سړک او ښاري انکشافي پلان په برخو کې د کندهار ولایت د خلکو غوښتنې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

په پیل کې د کندهار ولایت د علماو شورا رئیس مولوي عبیدالله فیضاني د مدرسو جوړلو، د کندهار علماو ته د لا زیاتې پاملرنې او خلکو د امنیت د تامین په اړه خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني د دوی د غوښتنو او ستونزو له اورېدو وروسته وویل، د کندهار د برېښنا لین د تمدید کار ۷۰ سلنه بشپړ شوی او د راتلونکي کال د سرطان/چنګاښ په میاشت کې به تکمیل شي.

هغه زیاته کړه، د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا درې پروژې بشپړې شوي دي، همدارنګه د ۹۰ ښوونځیو پر جوړلو کارروان دی او د ۷۰ ښوونځیو کارونه یې بشپړ شوي دي.

جمهوررئیس څرګنده کړه: د کندهار د اوبو د مدیریت د ارزونې پر بهیر کار شوې او له سېلابونو د مخنیوي په موخه یو پلاوی کندهار ته ځي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د ښاري انکشاف پلان د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی، د کندهار د پوهنې تشکیل به د ولایت د اړتیاو پر بنسټ عیار شي او همداراز به د راتلونکې کال لپاره د متوازن معارف پراختیا په پام کې ونېول شي او د نجونو د ښوونځیو ودانولو ته به ډېره پاملرنه وشي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د کندهار ولایت د روغتیا په تشکیل کې تغییرات رامنځته کېږي او د کندهار انکشافی کنفرانس به د راتلونکي کال په پسرلي کې، په کابل کې جوړ شي.

جمهوررئیس په هره ولسوالۍ کې د جومات ودانولو ته په اشارې وویل، د علماو او د شهیدانو د وارثانو معاش ته به ډېره پاملرنه وشي.

جمهوررئیس غني د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو ته د ښځینه وو لپاره د لیلیې ودانولو د وړاندیز لارښوونه وکړه او وې ویل، د لوړو زده کړو شورا له لورې د کندهار ځوانانو لپاره د ماسټرۍ دوه برنامې په پام کې نېول شوې دي.

جمهوررئیس وویل، په کندهار ولایت کې د امن خونو جوړولو ته اړتیا ده، د سوداګرو ستونزې دې وارزول شي او له ځوانانو دې ملاتړ وشي. هغه زیاته کړه، د کندهار خلکو په ټاکنو کې په خپل ګډون سره له جمهوریت څخه دفاع وکړه.

جمهوررئیس د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه وویل، د پوځي عملیاتو په چوکاټ کې تغییر راغلی او د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته زما لارښوونه تل دا وه چې ملکي وګړو ته دې هیڅ راز زیان ونه رسېږي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu