د چارو په سمون، اصلاح او ګړندیتوب ټینګار!

mobta-af
Sun, Sep 08 2019 2:31 PM
mobta

په ننني اداري مجلس کې، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي په مشرۍ جوړ شو د چارو په سمون، اصلاح او ګړندیتوب ټینګار وشو.
د مجلس په پیل کې د وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي د کابل په ښار کې د تېرو ورځو تروریستي بریدونه، چې له امله یې زموږ ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، وغندل شهیدانو ته یې د فردوس جنت او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله وکړه. ورپسې پخپلو خبرو کې د سولې بهیر په ځنډېدو ، چې وروستیو پېښو یې په پرمختګ منفي سیوری وغوړولو اندېښنه څرګنده کړه.
ښاغلي بارکزي همدا راز وویل: د وزارت مشرتابه او قومي مشرانو په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې وکړې، خو اوربند ونه شو.اوس مهال د (افغانستان زموږ لومړیتوب دی)تر سرلېک لاندې طرح وروستۍ شوې ده، چې د هغې مطابق به له مشرانو سره په ګډه کار کوو. ښاغلي بارکزي وویل: سوله کومه پټه معامله نده، مشروع حکومت لرو، چې مشروعیت ورته ولس ورکړی، کولای شي چې د جرګو له لارې ستونزو ته حل لارې پیدا کړي، تر هغې وروسته به هم د ټاکنو له لارې انتخابي جمهور رئیس له طالبانو سره باید د سولې په اړه خبرې وکړي. ښاغلي بارکزي دا هم وویل ، چې ټاکنې د سولې د ټینګښت په ګټه دي نه په زیان . ده همدا راز زیاته کړه، چې په ولایتونو کې دوېمو واحدونو ته لارښوونه کوو، چې ولس د غونډو او جرګو له لارې په ټاکنو کې برخې اخیستنې ته وهڅوي. ورپسې ددفتر مقام رئیس د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د لوړ مقام د(۸۵۳)ګڼه مکتوب، چې د جمهوري ریاست لوړ مقام هدایتونه دې وزارتونه د اجرااتو په موخه په اجنډا کې ونیسې او همدا راز د ملي تدارکاتو د یو مکتوب په اړه، چې د تدارکاتو ریاست دې د تلې تر۱۵ مې نېټې پورې د اړتیاوو د تشخیص کره معلومات، چې په هغې کې اړتیاووته په کتو بودجه ځانګړې شوې وي واستوي. د تفتیش رئیس د ځېنو ولایتي ریاستونو د ستونزو او وړاندیزونه، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس په یوه شانداره غونډه کې له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون ورځې د لمانځنې، د وزارت حقوقي سلا کار د دولت د قضایاو له اداري سره دا دارو لخوا د دولتي املاکو د غضب په برخه کې د همکارۍ . او په دې برخو کې د اجرااتو، نیمګړتیاوو او ستونزو په اړه خبرې وکړې. همدا راز مالي او حسابي معین ښاغلي شجاع الملک جلاله په کاري طرزالمعل باندې د ترسره شوي کار د څرنګوالي او د هېواد په دوه ملي ژبو باندې د هغې د ترتیبیدو په اړه خبرې وکړې.
د وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي او نورو ګډونوالو له بحث وروسته پرېکړه وکړه چې د افغانستان د جمهوري ریاست لوړ مقام سره شوي تعهدات دې د اجراتو لپاره په کلني پلان کې ونېول شي او بودجه دې ورته مشخص شي، نیازمندۍ دې په حقایقو ولاړې تشخیص له غیر ضروري نیازمندیو دې ډډه وشي. او سپما ته دې پاملرنه وشي. کورني تفتیش ته د لوازمو او اجناسو د موجودۍ او ادارو ته په دې برخه کې له اداري اصولو سره سم د همکارۍ په ټوله کې اړوند ادارو او موظفو کمېټو ته په دې برخو کې د سمون، اصلاح او چارو د ګړندیتوب لارښوونه وشوه.

Latest news

Wed, Jan 29 2025 8:42 AM
Background image

A public meeting with hundreds of religious scholars and tribal leaders was held in Kabul

 

Tuesday 28/Jan/2025
A public meeting under the title of stability of the Islamic system, unity and solidarity of the peoples was held in the capital Kabul by the Ministry of Borders. . .

Sat, Aug 31 2024 5:39 PM
Background image

A 104 Years Long Lasting Conflict Between Two Tribes has been Solved in Ghor Province

Aug/31/2024

Hundred-year-old conflict between two tribes in Ghor province, in which hundreds of people were killed, has turned into peace. Alhaj Mullah Noorullah Noori Minister of. . .

Tue, Jun 04 2024 11:54 AM
Background image

A Visit from Ghulam Khan Port and Durand's Hypothetical Line

2024/june/6

Acting Minister of Borders and Tribal Affairs, Alhaji Mullah Noorullah Noori, visited Ghulam Khan Port of Gurbaz District and the areas near the Durand hypothetical line. . .

BACK TO NEWS

User account menu