د بغلان ولايت ولسونو له موجوده نظام، مشورتي لويې جرګې د پرېکړو، د افغانانو په مشرۍ د سولې د روانو خبرو او ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

mobta-af
Mon, Aug 26 2019 9:27 AM
mobta

نن پنجشنبې د زمري په 31 نيټہ د بغلان ولايت د مقام پہ تالار کى د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د ياد ولايت د قومونو او ولسونو د مشورتي لويى جرګى له پريکړو ، سولى د روانو خبرو او له امنيتى ارګانونو څخه د ملاتړ غونډہ جوړہ شوه، چې پکى، د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږى ريس ښاغلي الحاج نياز محمد اميري، ، د بغلان واالي ښاغلي احمد فريد ددغه ولايت امنيه قوماندان، د مرکز او ولسواليو ګڼو قومي مشرانو، مخورو، ټولنيزو فعالانو، ځوانانو، چې شمېر يې درې سوه پنځوسو تنو ته رسېده، برخه اخېستې وه.

په دې غونډه کې لومړی د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګواو قبایلي چارو د همغږۍ ریس ښاغلي الحاج نیاز محمد امیري د پروګرام په اړه رڼا واچوله او په اوسنیو شرایطو کې یې د ولسي غونډو او جرګو د ا همیت او دغه راز د سولې او ملي یووالي په ټينګښت کې د قومونو رول مهم وباله.

ورپسې د بغلان والي د قومونو په انسجام او ددغه شان جرګو په جوړولو کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت څخه د مننې په ترڅ کې ټول افغانان او قومي مشران اتحاد او اتفاق ته راوبلل وی ویل: قومي مشران کولای شي په خپلو سیمو کې له خپلو قومي ظرفیتونو نه په استفادې سره د سولې ټینګښت لپاره کار وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په دې جرګه کې ويناالو د ټولګټو پروژو د تطبيق ، دبرېښنا له پایو څخه په ساتنه ، دامنیتی او دفاعي ځواکونو او نشه یی توکو د کرکېلې اوترافیکو په مخنیوی د قومي مشرانو پر ملاتړ او ونډې هم خبرې وکړې.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu