کنړ کې د شاوخوا ۵۰ کلنې بدي سر بېره ارزګان کې يوکلنه شخړه پای ته ورسېده

haqani_admin
Sat, Nov 14 2026 11:25 AM
کنړ کې د شاوخوا ۵۰ کلنې بدي سر بېره ارزګان کې يوکلنه شخړه پای ته ورسېده

شنبه ۳ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي ديني عالمانو، قومي مشرانو، متنفذينو او مخورو په ملتيا د دغه ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د پنځو لسيزو دوامداره بدي په سوله ييز ډول حل او فصل کړه.

 ياده بدي، چې د ځينو حقوقي مسائلو او ځمکو د ملکيت پر سر را پورته شوې وه دواړو خواوو ته يې د ګڼو مالي زيانونو ترڅنګ لويې خپلمنځي ستونزې پېښې کړې وې، چې د مسؤلينو د منځګړيتوب په اساس په دوستي او ورورولي بدله شوه.

همداراز په ارزګان ولايت کې هم د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کاله مخکي رامنځته شوې وه تېره ورځ د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو په هڅو او د قومي سپين ږيرو په ملتيا حل او د يوې عادلانه فيصلې په ترڅ کې پای ته ورسېده

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu