د بغلان سربېره په بدخشان، هرات او دايکندي ولايت کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې وشوې

haqani_admin
Sat, Nov 14 2026 9:06 AM
د بغلان سربېره په بدخشان، هرات او دايکندي ولايت کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې وشوې

پنجشنبه ۱ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشري د هيواد په مختلفو ولایتونو کې ولسي خلکو سره د اسلامي شريعت د تنفيذ او ولسي یووالي په موخه د غونډو په لړ کې دا ځل د بغلان ولايت په خوست ولسوالي، د بدخشان ولايت په کشم، د هرات په پشت کوه او د دايکندي ولايت په ګجرات ولسوالي کې له عامو خلکو سره غونډې ترسره شوې.

د يادو غونډو له لارې ديني عالمانو او قومي مخورو په هېواد کې دننه او بهر د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستايلې او د خپلو سيمه ييزو ستونزو د شريکولو ترڅنګ يې له مسؤلينو وغوښتل، چې د ولسي يووالي او اتحاد لپاره داسې غونډې جاري وساتي ترڅو د ولس او حکومت ترمنځ هېڅ فاصله پاتې نه شي.

د دغو غونډو په ترڅ کې مسؤلینو د اسلامي امارت څخه د خلکو د ملاتړ هرکلی وکړ او ويې ويل: د نظام مسؤلين شپه او ورځ د خپلو خلکو په خدمت کې دي او د همدغسې غونډو له لارې ورسره هره لويه او وړه ستونزه په ډاډه زړه شريکولای شي. يادو مسؤلينو د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله فرمانونه هم خلکو ته تشریح کړل او په ګډونوالو يې وويشل. دوی همداراز له خلکو وغوښتل، چې د ياد فرمانونو په عملي کولو کې له مسؤلينو سره همکاري وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu