د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

haqani_admin
Mon, Sep 28 2026 3:00 PM
د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلينو، علماء کرامو، قومي مشرانو او مصلحینو په هڅو د دواړو لوريو ترمنځ د بښنې په کولو سره پای ته ورسېده.

د روغې جوړې په جوړو شويو مراسمو کې ویناوالو د سولې، بښنې او خپلمنځي اړيکو پر ارزښت خبرې وکړې، په وينا يې ولسونه دې د خپلمنځي شخړو او منازعاتو پر ځای دې د سولې او تفاهم لاره غوره کړي.

په پای کې د روغې جوړې پرېکړه دواړو کورنیو ته ابلاغ او د هغوی له لوري ومنل شوه او په همدې سره يې ژمنه وکړه چې له دې وروسته به یو د بل پر وړاندې له هر ډول کرکې او اقدام څخه ډډه کوي او د ورورولۍ ژوند ته به دوام ورکوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu