بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

haqani_admin
Mon, Sep 28 2026 1:58 PM
بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې بدي حل او دواړو لوريو روغه سره وکړه.

دغه اوږدمهاله بدي چې شاوخوا ۴۵ کاله دوام يې درلود او څلور تنه پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی و دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې او مشکلات را ولاړ کړي وو، چې د هغوی ژوند يې تريخ کړی وو.

 همداراز د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۱۸ کلونو راهيسې روانه دښمني، چې د يو تن د وژل کېدو ترڅنګ يې ګڼ خپلمنځي اختلافات راپارولي وو د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست داستازو او ځايي مخورو په دوامدارو کوششونو سره پای ته ورسېده.

د يادو دواړو دښمنيو د هواري پر مهال مسؤلينو د يووالي او زغم پر اهميت خبرې وکړې او د بښنې په دنيوي او اخروي ارزښت يې ګډونوال وپوهول. دوی له خلکو وغوښتل، چې د هرې لويې او وړې ستونزې پرمهال دې د ا.ا مسؤلينو ته رجوع وکړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu