د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

haqani_admin
Wed, Sep 23 2026 2:57 PM
د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د یادې لېسې د مسؤلينو په حضور کې د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته. 

په دغه ازموینه کې د لېسې هغو ګڼ شمير استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی وو، چې د نبي کریم ﷺ د صورت او سیرت په تړاو ورته د ځانګړي کتاب تدريس او درس ورکول شوی و.

د یادې ازموینې د پيل پرمهال د وزارت د دعوت او ارشاد رياست پلاوي د ازموينې پر څرنګوالي رڼا واچوله او همداراز يې د نبي کريم ﷺ د صورت او سيرت ارزښت ګډونوالو ته روښانه کړ. دوی هغه خلک په دنيا او آخرت کامياب خلک وبلل، چا چې ځان او کورنۍ په نبوي تګلاره او اخلاقو سمبال کړي وي.


  ياده دې وي، چې دازموینو د پايلو په نتيجه کې به د لوړو نمرو اخیستونکي استادانو او ادارې کارکوونکو ته ځيني مالي او معنوي ډالۍ هم ورکول شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu