په پکتيا، پنجشير، نيمروز، ميدان وردګ او هلمند ولايت يو شمېر ولسواليو کې د شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه پراخې غونډې ترسره شوې

haqani_admin
Mon, Sep 14 2026 3:30 PM
په پکتيا، پنجشير، نيمروز، ميدان وردګ او هلمند ولايت يو شمېر ولسواليو کې د شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه پراخې غونډې ترسره شوې

 

دوشنبه ۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شریعت د نفاذ او همغږۍ په موخه د پکتيا په جاني خېلو، د پنجشير په پريان، نيمروز په مرکز، ميدان وردګ په بهسود او هلمند په کجکي ولسوالي کې له عامو خلکو، سيمه ييزو مسؤلينو، ديني عالمانو او قومي مخورو سره لويې ولسي غونډې ترسره شوې.

د غونډو په جریان کې د اسلامي امارت مسؤلینو د ولسونو د یووالي، همغږۍ او د قومي مشرانو د مسؤلیتونو پر اهمیت خبرې وکړې. دوی څرګنده کړه، چې د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا لپاره د خلکو او مسؤلینو ترمنځ همغږي اړینه ده. يادو مسؤلینو له علماوو، قومي مشرانو او ولسونو وغوښتل، چې د شريعت د نفاذ، ناسمو دودونو د مخنیوي او د شرعي لارښوونو د عملي کولو په برخه کې خپل رول په ښه توګه ادا کړي.

قومي مشرانو او مخورو د اسلامي نظام د ملاتړ او د هېواد د ثبات په برخه کې د خلکو همکاري مهمه وبلله او ویې ویل، چې د ولسونو ترمنځ د اتفاق او یووالي د پیاوړتیا لپاره به خپلې هڅې جاري و ساتي. دوی د خپلو سیمو یو شمېر اړتیاوې او ستونزې هم له مسؤلینو سره شریکې کړې او ژمنه يې وکړه، چې د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د فرمانونو په عملي کولو او خپرولو کې به خپل مسؤليت ادا کړي

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu