لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

taqi2_admin
Mon, Jun 15 2026 11:03 AM
لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د قومي مشرانو په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د ځينو مالي حسابونو پر سر را پورته شوې هغه شخړه هواره کړه، چې په پايله کې يې يوکس ټپي شوی و او ګڼې ستونزې يې ترشا لرلې.

ياده شخړه، چې د تېرو دوو کلونو راهېسې روانه وه څوڅو ځله پکې د دواړو خواوو ترمنځ د سپکو وسلو نښتې هم رامنځته شوې وې، چې له کبله يې لوی جنجالونه پېښ کړي وو او د دواړو خواوو ژوند يې نا ارامه کړی و.

په ورته مهال د کنړ ولايت په سرکاڼو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو حقوقي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه، چې له امله يې يوکس ټپي شوی و د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو له لوري حل شوه او طرفينو د سولې غاړې ورکړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu