په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

taqi2_admin
Mon, Mar 30 2026 11:33 AM
په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو، دینې عالمانو، قومي مشرانو او مسؤلینو د پرله‌ پسې هڅو په پایله کې د یوې قومي جرګې او مرکې په ترڅ کې داسې مهال حل شوه چې قومي مشرانو او علماوو په خپلو ویناوو کې د عفوې، ورورولۍ او یووالي پر ارزښتونو ټینګار وکړ.


دغو مشرانو او مسؤلینو د موضوع په اړه له هر اړخیزو معلوماتو وروسته د ښکېلو غاړو ترمنځ عادلانه پرېکړه وکړه، چې دواړه لوري له قناعت وروسته یو بل ته غاړه غړۍ شول. د مرکې په وروستیو کې طرفینو له منځګړي پلاوي مننه وکړه او جرګه د دعاء یه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu