پکتيا کې د څه باندې دوه لسيزو په دوام يوې خونړۍ شخړې پای وموند

taqi2_admin
Sat, Nov 22 2025 10:25 AM
پکتيا کې د څه باندې دوه لسيزو په دوام يوې خونړۍ شخړې پای وموند

 

پنجشنبه ۲۹ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ولايت مقام د استازو، قومي مشرانو او علماوو په همکاري د دغه ولايت د ځاځي اريوب ولسوالي په غوږوزې سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا پنځه وېشت کالو په دوام هغه شخړه حل کړه، چې دواړو لوريو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

د دغې رامنځته شوې شخړې په نتيجه کې له دواړو خواوو شپږ تنه وژل شوي، څو تنه ټپيان شوي او د ګڼو مالي تاوانونو ترڅنګ يې د دښمني اور لاهم بل و، چې مسؤلينو د خپلو دوامداره هلو ځلو په پايله کې لومړی روغې جوړې ته آمده کړل او بيا يې ياده د کلونو کلونو دښمني په دوستي وربدله کړه.

د ښکېلو کورنيو مشرانو په خپله ترسره شوې روغه د خوښي ترڅنګ د جرګه کوونکو مشرانو له هڅو په مننې کولو سره يو بل وبښل او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکي کې به هېڅ ډول دښمني، تربګني او تاوترېخوالي ته زړه ښه نه کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu