په هيواد کې د مسؤلينو او ولسي خلکو ترمنځ د يووالي او هوساينې د غونډو دوام

taqi2_admin
Wed, Oct 29 2025 11:35 AM
په هيواد کې د مسؤلينو او ولسي خلکو ترمنځ د يووالي او هوساينې د غونډو دوام

 

سه شنبه ۶ جمادی الأولی ۱۴۴۷ 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په خوست ولايت کې له خلکو سره د ياد وزارت  د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ د معین په مشري د مل پلاوي په شتون کې د ملت اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساینې تر عنوان لاندې ولسي غونده وشوه، چې پر مهال یې د ولایتي ادارو مسؤلینو او ولسواليو استازو په ګډون، قومي مشرانو، ديني عالمانو، سپین ږیرو او ځوانانو هم برخه لرله.

د غونډې پرمهال قومي مشرانو وويل: د تېرو حکومتونو پرمهال ولس شيندلی و، ترمنځ يې لويې تفرقې موجودې وې خو د ا.ا.ا په راتګ سره الحمدلله دا هرڅه له منځه تللي. قومي مشرانو زياته کړه: اسلامي نظام د یووالي، ورورولۍ او نېکمرغۍ رڼا خپره کړه او د بدبختۍ لمن یې ټوله کړه. دوی همداراز خوښي څرګنده کړه، چې د مسؤلینو د مخلصو هڅو او ژمن کار له برکته د ولسونو ډېری بدۍ او ستونزې حل او فصل شوې دي.
 
ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد وویل چې په هيواد مو نظامي یرغل په دې موخه وشو، چې ترڅو زموږ د ایمان او عقیدې مفکوره له منځه یوسي او شیطاني نظریات خپاره کړي. هغه ټینګار وکړ چې که موږ او تاسو په یو هدف، یو فکر او یوه نظریه یوځای ووسو، هېڅ ځواک به ونه توانیږي زموږ اراده او وحدت مات کړي. نوموړي د خوست خلکو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت مو ترڅنګ ولاړ دی او د نظام لپاره ترسره شوې قربانۍ به مو تل په ياد ولري.

په پای کې د خوست والي مولوي محبوب شاه قانت او دوزارت د څړځایونو او خدمتونو د اقتصادي چارو رئیس مفتي لعل محمد منیب د امیرالمؤمنین حفظه الله د انساني قاچاق د مخنيوي فرمان د لوستلو پر مهال وويل: انسان د خرڅلاو وړ نه دی او دا ډول ناروا کړنې نه یوازې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د ټولنې د تباهۍ او اخلاقي زوال سبب هم ګرځي. دوی زياته کړه، چې دودونه او رواجونه باید د اسلامي شریعت له اصولو سره سم وي، څو راتلونکی نسل د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ وروزل شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu