په ولسواليو کې د مسؤلينو له لوري له خلکو سره د ولسي يووالي غونډې

taqi2_admin
Mon, Oct 13 2025 1:26 PM
په ولسواليو کې د مسؤلينو له لوري له خلکو سره د ولسي يووالي غونډې

 

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشري په ولايتونو کې د محلي ادارو په همغږۍ  له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه پيل شويو غونډو په ترڅ کې دا ځل د تخار ولايت په بنګي ولسوالي د لغمان په مرکز او د کندهار په نېش ولسوالي کې له خلکو سره ولسي غونډې ترسره شوې.

د دغو غونډو پرمهال سيمه ييزو مشرانو په تېرو څلور کلونو کې د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې وستايلې. د امنيت، عدالت او رغنيزو چارو په پرمختګ کې يې د ولسي خلکو ونډه مهمه وبلله. يادو قومي مشرانو د خپلو ستونزو د شريکولو ترڅنګ د نظام په ملاتړ ټينګار وکړ.

په يادو جوړو شويو غونډو کې د اسلامي امارت مسؤلينو ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د خپلو هڅو په نتيجه کې به د دوی هرې ولسي ستونزې ته د ممکنه لارو څخه رسېدنه وکړي.  مسؤلينو همدارنګه د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د بدو دودونو او نا سمو رواجونو د مخنیوي په هکله فرمانونه تشريح کړل او د هغي د عملي کولو سپارښتنې يې ورته وکړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu