د افغانستان د متحدو ولسونو يووالي داسې ځواک رامنځته کړی، چې سترې امپراتورۍ يې له منځه يووړې

taqi2_admin
Sat, Oct 11 2025 9:10 AM
د افغانستان د متحدو ولسونو يووالي داسې ځواک رامنځته کړی، چې سترې امپراتورۍ يې له منځه يووړې

 

چارشنبه ۱۵ ربيع الثاني ۱۴۴۷
 

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا په سرپل ولايت کې د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او د ولس هوساينې ترعنوان لاندې جوړې شوې ولسي غوندې پر مهال قومي مشرانو پورته څرګندونې داسې مهال وکړې، چې د ياد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین مولوي محمد علي جان احمد په مشري، مرستيال والي، د رسنيو استازو، د پوهنتون استادانو، قومي مشرانو، د اسلامي امارت منسوبينو او ګڼو ولسي خلکو ونډه لرله.

د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستيال ښاغلي احمد وویل: ای د سرپل درنو او غيرتمندو خلکو! تاسو د هغه ستر حقيقت شاهدان ياست چې زموږ هيواد وال څنګه د درواغجنو شعارونو تر اغېز لاندې له واقعيتونو څخه واړول شول. نوموړي څرګنده کړه، چې دوی شل کاله مخکې روښانه اعلان کړی و چې د افغانانو په وژنه درديږي او هدف يې د اشغالګرو له منځه وړل او د وطن ازادي وه. ځکه اصلي بری هغه وخت ترلاسه کېږي، چې ملت يو موټی او هيواد له پردیو دسیسو خوندي وي.

ورپسې قومي مشرانو په افتخار سره څرګنده کړه، چې د افغانستان د متحدو ولسونو يووالي داسې ځواک رامنځته کړی، چې سترې امپراتورۍ يې له منځه يو وړې، چې همدا  د ملي وحدت او يووالي برکت دی. يادو مشرانو زياته کړه: د سرپل د خلکو ګڼې ستونزې د مسؤلینو د هوښيارې رهبرۍ او هڅو په نتيجه کې حل شوې او تمه ده پاتې ستونزې به هم ورو ورو له منځه ولاړې شي.

غونډې ته د سرپل ولایت مرستیال والي الحاج مولوي خال محمد حقاني او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د کوچیانو د اقتصادي خدمتونو رئيس مفتي لعل محمد منیب وويل: په هيواد مو داسې واکمنان تېر شوي، چې د ملت د یووالي اراده یې نه لرله، بلکې د تفرقې اور یې بل ساته. دوی زياته کړه: زموږ نننۍ راټولېدنه د يووالي، وحدت او قوي عزم څرګندونه کوي او دا همغږي د هر ډول تهدید پر وړاندې د ولسونو د قوي ارادې ثبوت دی.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu