((هېڅ ځواک د دې ملت د ماتې توان نه لري))

taqi2_admin
Sat, Oct 11 2025 8:51 AM
د جوزجان غونډه

 

پنجشنبه ۱۶ ربيع الثاني ۱۴۴۷

نن له غرمې وړاندې د بلخ ولايت په مرکز کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزات لخوا جوړې شوې غونډې په ترڅ کې قومي مشرانو پورته څرګندونې داسې مهال وکړې، چې د ياد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد په مشري، د ولايت مسؤلينو، د ولسواليو استازو، قومي سپين ږيرو، متنفذينو او ګڼو ولسي خلکو پراخ حضور درلود.

د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې ترعنوان لاندې دې جوړې شوې غونډې ته د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد وويل: د وزارت د غونډو اساسي هدف دا دی، چې د ولسونو غږ مشرتابه ته ورسوي او د هغوی د ستونزو د حل مؤثرې لارې وموندل شي. نوموړي زیاته کړه: افغانستان یو آزاد، حر او خپلواک هيواد دی، چې د ازادۍ بیرغ به یې د الله په فضل تل هسک او د خپلواکۍ څراغ به یې هېڅکله نه مري.

ورپسې قومي مشرانو په خپلو څرګندونو کې ياده کړه، چې اسلامي امارت د خپل حاکمیت له پیل راهیسې مهمې لاسته راوړنې لرلې، چې د ولس د رضايت، خوښي او ملاتړ سبب ګرځېدلې دي. دوی همداراز زیاته کړه: د افغانستان ولسونه متحد دي، سني او شيعه یو موټی د هيواد د سوکالۍ او ثبات لپاره اوږه په اوږه ولاړ دي او هېڅ ځواک د دې ملت د ماتې توان نه لري.

په پای کې د وزارت د کوچیانو د اقتصادي خدمتونو رئیس مفتي لعل محمد منیب انساني قاچاق يو شوم او غير اخلاقي عمل ياد کړ ويې ویل: دا عمل نه یوازې د انسانیت سپیڅلتیا تر پښو لاندې کوي، بلکې د الله تعالی د سختو وعیدونو سبب هم ګرځي. هغه ټینګار وکړ، چې هر مسلمان باید د دې دنیاوي او اخروي زیانونه وپېژني او له دې ناوړه کار څخه ځان وساتي.


 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu