په بادغیس ولایت کې ولسي غونډه جوړه شوه

taqi2_admin
Sat, Aug 30 2025 2:09 PM
په بادغیس ولایت کې ولسي غونډه جوړه شوه

 

شنبه، ۶ ربيع الأول ۱۴۴۷

د بادغیس ولایت په دره‌ بوم ولسوالۍ  کې د اسلامي اخوت او د خلکو د ستونزو د اورېدو په موخه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو په مشرۍ یوه لویه ولسي غونډه جوړه شوه، چې پکې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځايي خلکو ګډون درلود.

یاده غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس الحاج مولوي محمد قاسم ضمیر وویل چې موږ ټول باید له اسلامي نظام سره هر اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکړو او هغه کړنې چې ټولنه زیانمنوي، له منځه یوسو. نوموړي همدا راز د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی هغه فرمان یاد کړ چې په ښادیو، د مړو او د حج په مراسمو کې د اضافي لګښتونو مخه نیسي.

په پای کې راغلیو قومي مشرانو په خبرو کې وویل: چې له حاکم اسلامي نظام سره به اوږه په اوږه درېږي، دوی همداراز د برښنا، سړکونو، پاکو اوبو او کلینیکونو د جوړېدو په برخه کې خپلې اړتیاوې شریکې کړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu