خوست کې دوه کورنيو له ۳ کلن خپل منځي تاوتريخوالي لاس واخېست

taqi2_admin
Tue, Aug 26 2025 10:52 AM
خوست کې دوه کورنيو له ۳ کلن خپل منځي تاوتريخوالي لاس واخېست

 

سه شنبه ۲ ربيع الأول ۱۴۴۷

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري د ولایتي ادارې استازو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په هڅو د ياد ولايت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند زمبر سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ٣ کلنه خپلمنځي شخړه هواره کړه او دواړو لوريو د ورورولي لاسونه سره ورکړل.

په دغه رامنځته شوې شخړه کې له يوه طرفه يوه اته کلنه ماشومه وژل شوې وه، ګڼ مالي تاوانونه يې ګاللی وو او لا يې هم ترمنځ ژور اختلافات موجود وو، چې مسؤلينو يې ترمنځ د سولې فضا رامنځته کړه.
 
د غوندې پرمهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس میا محمد ولي صدیقي په خپلو خبرو کې له ښکېلو دواړو لوريو وغوښتل، چې د راتلونکې لپاره له هر ډول شخړو او لانجو څخه ډډه وکړي او د سولې او ورورولۍ فضا لا ټینګه وساتي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu