د ۳۹ قلمه البسې او جامو د تدارک پروژې د قرارداد په اړه:

Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د ۴۳ مې مادې له دوهمې فقرې سره سم، ټولو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري ترڅو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۳۹ قلمه البسې او جامو د تدارک او چمتوالي پروژه د عطاءالله قریشي د البسې شرکت ته د (۲،۸۷۳،۳۶۵) دوه میلیونه، اته لکه درې اویا زره، درې سوه پنځه شپیته افغانیو په ټولیز لګښت ورکړي.
په دې بناء که کوم حقیقي او حکمي خلک په دې اړه اعتراض لري باید خپل اعتراضونه په لیکلي ډول د اعلان د نشر له نېټې څخه د اوو کاري ورځو په جریان کې، له خپلو دلایلو سره یوځای د تدارکاتو ریاست ته د تدارکاتو قانون د ۵۰ مې مادې له احکامو سره سم وسپاري. دا خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنا نه ده بلکې ترهغو چې پورته ذکر شوې موده بشپړه نه شي د قرارداد ټول راتلونکي قانوني طی مراحل به ځند وي.
پته: نهمه ناحیه، د هوایي ډګر سرک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت – کابل.