د زابل ولايت په خاک افغان ولسوالي کې له خلکو سره يوه پراخه ولسي غونډه ترسره شوه

taqi2_admin
Sat, Aug 23 2025 2:38 PM
د زابل ولايت په خاک افغان ولسوالي کې له خلکو سره يوه پراخه ولسي غونډه ترسره شوه

 

 چهارشنبه ۲۶ صفرالمظفر ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د لارښوونو پربنسټ د زابل په خاک افغان ولسوالي کې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو رياست لخوا د سيمې له خلکو سره د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو په مناسبت غونډه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې، چې د ولايت والي الحاج ملا شير محمد شريف په ګډون د مختلفو ادارو استازو، علماوو او سيمه يیزو قومي مشرانو حضور درلود، د ولسي خلکو ستونزې واورېدل شوې، چې پکې د روغتيايې مرکزونو کمښت، د سړکونو خرابوالی، د کرنې او مالدارۍ نیمګړتیاوې او د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو برابرول شامل وو.


د يادې غونډې ګډونوالو ته د مسؤلينو له لوري د امیرالمؤمنین  حفظه الله د فرمانونو په اړه معلومات هم ور کړل شول، چې پکې د ودونو، مړو او نورو مناسباتو کې د لګښتونو کمول، د جبري نکاح او ناوړه دودونو د مخنیوي، د انساني قاچاق پر ضد مبارزې او د قومي او سمتي تعصب څخه د ځان ساتلو ټينګار شوی وو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu