د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د پکتيکا ولایت سلېمانزي قوم له يو شمېر قومي مشرانو او سپين ږيرو سره لیدنه کړې

taqi_admin
Sun, Jul 27 2025 12:22 PM
شخړه

. په دې لیدنه کې قومي مشرانو د اسلامي امارت د کلک ملاتړ ترڅنک دا نظام د ولسونو د يووالي او هوساينې لپاره مهم بللی او په ساتنه کې يي د دې خاورې هر وګړی مسوول ياد کړی دی. دوی همداراز له ښاغلي نوري سره خپلې سيمه ييزې ستونزې، چې پکې زده‌کړو ته لاسرسی، رغنيزې چارې او روغتيا برخه شامله وه شريکې کړې او د حل په موخه يي د لازمو اقداماتو غوښتنه کړې ده. د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري يادو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اسلامي نظام پر حاکميت کې د ولسونو جهادي قربانۍ ستايلي او د قومونو ترمنځ په اتحاد، اتفاق او يووالي ټينګار کړی دی. همداراز نوموړي د یادو قومي مشرانو د ستونزو د حل په موخه د اړینې همکارۍ ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې، چې ستونزې او غوښتنې به یې د حل لپاره اړوندو لوړپوړو چارواکو ته ورسوي.​​​​​​​

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu