باميان ولايت کې ولسي شخړې پای وموند

دوشنبه ۲۳ محرم الحرام ۱۴۴۷
د بامیان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د ياد ولايت د والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي په حضور کې، چې مل پلاوي يې ملتا کوله د دغه ولايت پنجاب ولسوالۍ ته د يوې قومي شخړې د حل په موخه سفر وکړ.
په ياده ولسوالۍ کې څه موده وړاندي د ځايي خلکو ترمنځ د حيواني څړځايونو پرسر رامنځته شوې شخړه، چې دواړو لورو ته پکې د ګڼو مالي تاوانونو سربېره څو تنه ټپيان شوی وو، او له کبله يي لويي قومي ستونزي او اختلافات راپيدا کړي وو، د مسؤلينو له خوا حل او ښکېلو اړخونو سوله ييز ژوند غوره کړ.
د دغه شخړې د هوارې پرمهال د اسلامي امارت مشرانو په خپلو خبرو کې د سولې، عفوې او يو بل منلو په تړاو هر اړخېزې ويناوې وکړې او له ولسونو يي وغوښتل، چې د دښمنيو پرځای دې يو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي.