د ایرکنډېشن، مرکز ګرمي او برقي وسایلو داوطلبي

taqi_admin
د ایرکنډېشن، مرکز ګرمي او برقي وسایلو داوطلبي

Publish Date

Closing Date

Location د میدان هوایي سرک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کابل-افغانستان

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې د ایرکنډېشن، مرکز ګرمي او برقي وسایلو داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې چاپ شوی نقل د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه او د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د لیکلو شرایطو په نظر کې نیولو سره یې ډکه کړي او د نشر له نېټې څخه تر ۲۱/۳/۱۴۰۴ هـ ل نېټه د چهارشنبې ورځ چې د آفرونو د تړنې وروستۍ ورځ ده، په سرټړلي شکل د یاد وزارت اړوند د تدارکاتو ریاست د آفرونو په صندوق کې واچوي. 
د یادونې وړ ده، چې د غوښتنې یا آفر تضمین د بانکي ګرنټي او یا هم (۱۰۶۰۰۰) یو لک او شپږ زره افغانیو نغدو پیسو په اساس ترسره کېږي او د غوښتنپاڼو کتنه (آفرګشایي)د ۱۴۰۴ هـ ل کال د جوزا مياشتې  ۲۱ مه  نېټه د چهارشنبې په ۳ بجو ترسره کېږي. همدا راز انلاین او ناوخته غوښتنپاڼې نه منل کېږي

User account menu