په روزګان ولایت کې د مېشتو قومونو ترمنځ ولسي غونډه تر سره شوه!

khoram_admin
Mon, Dec 30 2024 12:59 PM
غونډه

 

يکشنبه ۱۴۴۶/۶/۲۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد او مل پلاوي روزګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو له قومي مشرانو، مخورو، مجاهدینو، ديني عالمانو او عامو خلکو سره د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام تر سرلیک لاندې په جوړه شوې ولسي غونډه کې ګډون وکړ او په مختلفو برخو کې یې د خلکو ستونزې واورېدې.

په غونډه کې لومړی د روزګان ولایت د مېشتو قومونو استازو په خپلو ویناوو کې د قومونو په یووالي ټینګار وکړ. ویې ویل چې د خپل نظام د پیاوړتیا په خاطر هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. نوموړیو همداراز په خپلو سیمو کې د څړځایونو، اوبو، سرکونو، مخابراتو او نورو برخو کې یو لړ ستونزې شریکې کړې او له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه چې پاملرنه ورته وکړي.

ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد راغلي خلک په خبرو کې د هېواد پرمختګ او ځان بساینې ته متوجه کړل. ویې ویل چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې هېواد دومره مخ پر وړاندې نه و تللی او خدمت ورته نه و شوی لکه څنګ چې په دې دریو کلونو کې د اسلامي نظام د مسؤلینو په مټ ورته شوی. ښاغلي احمد همداراز د ځايي خلکو د ستونزو او مشکلاتو د حل په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ. زیاته یې کړه چې دا زموږ وجیبه ده چې د خلکو ستونزې واورو او د حل په موخه یې چټک ګامونه واخلو.

په پای کې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس شیخ نیک محمد افغاني او د څړځایونو د اقتصادي چارو رئیس مفتي لعل محمد منیب په خپلو خبرو کې د اشغال پر مهال د روزګان ولایت د ولسونو قرباني وستایله او زیاته یې کړه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت به د دې ولس د ستونزو حل ته داسې پاملرنه کوي لکه څنګه چې یې په تېرو درېو کلونو کې په ټول هېواد کې د ولسونو ترمنځ همغږي رامنځته کړې، ژب پرستي، قوم پرستي او سمت پرستي یې له منځه وړې او د هېواد ټول قومونه یې د یووالي په ټغر را ټول کړي دي.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 11:42 AM
Background image

Tribal elders from Shajoy District of Zabul Province met with Minister of Borders and Tribal Affairs

 

Monday/1st/sep/2025

Yesterday in Kabul scholars and tribal elders from Shajoy district of Zabul province met with the Minister of Borders and Tribal Affairs of the Islamic Emirate,. . .

Wed, Aug 27 2025 1:58 PM
Background image

Minister of Borders and Tribal Affairs, Mullah Noorullah Noori, met with the Ambassador of Iran, Mr. Alireza Bikdeli.

27th/Aug/2025  During this meeting, both sides discussed economic development, mutual trust, regional issues and establishing better coordination based on good relations between. . .

Mon, Aug 04 2025 1:22 PM
Background image

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori met with a number of tribal elders from Sulaimanzai tribe of Paktika province.

 

In this meeting, the tribal elders, in addition to strongly supporting the Islamic Emirate, called Isalmic Emirate an important government for the unity and prosperity of the people. . .

BACK TO NEWS

User account menu