په نيمروز ولايت کې له ولسي خلکو سره لويه ولسي غونډه وشوه

khoram2_admin
Thu, Dec 26 2024 10:00 AM
ولسي غونډه

چهارشنبه ۱۴۴۶/۶/۲۳

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستيال الحاج مولوي محمد علي جان احمد له مل پلاوي سره نن د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د يووالي او انسجام لويه ولسي غونډه جوړه کړه، چې پکې د ياد ولایت والي الحاج مولوي محمد قاسم خالد، د بېلا بېلو ولسواليو استازو، دیني عالمانو او قومي سپين ږيرو ونډه لرله.

قومي مشرانو د تېر شل کلن اشغال پر مهال له مجاهدينو سره د خپلو مرستو او قربانيو يادونه وکړه او ويې ويل: زموږ کورونه د مجاهدينو سنګرونه وو په مال، ځان او بچيانو مو قربانۍ ورکړې او که اړتيا شوه بيا هم تيار يو. قومي مشرانو زياته کړه: د دولت او ملت تر منځ پوره هماهنګي ده، نن موږ د اسلامي امارت له لوړ رتبه مسؤلینو سره په ډاډه زړه خپلې ستونزې شریکوو او دا یو مثبت بدلون دی، چې په تېرو شلو کلونو کې یې موږ نمونه نه وه لیدلې.

د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستيال الحاج مولوي محمد علي جان احمد په خپلو خبرو کې وويل: د تېرو جهادونو، قربانيو او اسلامي نظام قائمېدو هدف مو د شريعت پلي کول وو تر څو ټول ولسونه د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند تېر کړي. نوموړي همدا راز خلک اتفاق او اتحاد ته را وبلل او د اسلامي امارت بريا يې د شل کلنې مبارزې، قربانيو، اتفاق، اتحاد او يو والي نتيجه ياده کړه.

همداراز د نیمروز والي الحاج محمد قاسم خالد د غونډې خلکو ته وویل: په نیمروز ولایت کې امنیت تأمین دی، دا ځکه چې د نیمروز ولایت ولس له حکومت سره په دې برخه کې پوره همکار دي، نوموړي زیاته کړه دا نیمروز ولایت د ولس ستونزو ته شپه او ورځ ولاړ یو څومره مو چې وس کېږي د حل کولو هڅه یې کوو.

په پاي کې د کوچیانو د څړځايونو اقتصادي چارو رئیس مفتي لعل محمد منيب ګډونوالو ته وويل: هېڅ افغان نه غواړي، چې افغانستان په جګړه کې ښکېل شي، اسلامي امارت ورځ تربلې پرمختګ کوي او ژر ده، چې د نظامي جګړې په څېر به اقتصادي جګړه کې هم کاميابي ترلاسه کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu