په بلخ ولایت کې د غصب شويو ځمکو او څړځایونو د تثبیت او بېرته راګرځيدو لړۍ بیا پیل شوه

khoram_admin
Sat, Dec 14 2024 11:57 AM
غصب

 

پنجشنبه: ۱۴۴۶/۶/١٠

په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین او د غصب د کمېسیون مشر الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د کرنې اوبو لګونې او مالداري وزارت د اراضي رئیس مولوي محمود مظلوم، د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس او د یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.

په هېواد کې د غصب شویو ځمکو او څړځایونو د تثبیت او بېرته راګرځولو د بيا پیل په غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي په خپلو خبرو کې وویل: له فاریاب ولایت څخه وروسته دا بهیر په بلخ ولایت کې پیل شو او  په همدې ډول به دا لړۍ د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځېږي، نوموړي زياته کړه چې د تیرې ادارې د واکمنۍ پر مهال چې کومې ستونزې په ياده برخه کې رامنځته شوې وې د ياد کمېسيون له لوري به تر پوره څېړنو او پلټنو وروسته ورته رسېدنه وشي او د ټولو اړخونو په پام کې نيولو سره به حل شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu