په کنړ کې ۱۶ کلنه او کاپيسا ولايت کې ۱۳ کلنه شخړه حل شوه

khoram2_admin
Thu, Oct 24 2024 8:53 AM
شخړې

د کنړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر ملکيت راپورته شوې هغه ۱۶ کلنه اوږده شخړه هواره شوه، چې يوکس پکې وژل شوی و او ترمنځ يې دغه د کلونو کلونو دښمني لاهم پرته وه.

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ملا تحميد الله ارشاد غازي په مشرۍ د ولايتي مشرانو، علماوو او قومي سپين ږيرو په همکارۍ د عدل او خير فيصلې په کولو سره دغه اوږده دښمني په دوستۍ بدله شوه او ښکېلو لوریو يو بل وبښل، دوی د جرګه کوونکو مشرانو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به هيڅ دښمنۍ ته زړه ښه نه کړي بلکې د ورورۍ ژوند به کوي.

همداراز د کاپيسا ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې هم د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه شخړ هواره شوه، چې پکې يو کس وژل شوی و او بل په داسې ډول ټپي شوی و، چې اوس مهال ترې معيوب دی، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو آمريت په همغږۍ او ځايي قومي مشرانو په هڅو ښکېلو کورنيو سره جلا جلا ناستې وشوې، د عفوې او اخوت په مورد عامه پوهاوی ورکول شو او بيا ترې عام تام واکونه واخستل شول، چې په همدې توګه يې دغه ۱۳ کلنه شخړه پاي ته ورسېده او يو له بل سره غاړه په غاړه شول.

شخړه کوونکو دواړو کورنيو د اسلامي امارت او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له مسؤلينو مننه وکړه، چې د ستونزو او شخړو په هواري کې پر وخت او چټک اقدامات کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu