په ننګرهار، لغمان او هرات ولایتونو کې د لسګونو کلونو پاتې شخړې حل شوې

شنبه ۱/۴/۱۴۴۶
د ننګرهار ولايت په لنډه بوچ سيمه کې د دوو کورنيو تر منځ هغه نهه کلنه دښمني هواره شوه، چې يو کس پکې وژل شوی و. د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په مشرۍ، د مرستيال والي، علماوو شورا رئيس او قومي مشرانو په هلو ځلو دغه اوږده شخړه هواره شوه او دواړو طرفونو د ورورولۍ ژوند پيل کړ. دوی د ا.ا.ا له مشرانو او قومي سپین ږیرو مننه وکړه چې په خپله عادلانه فيصله يې د ښمني په دوستۍ بدله کړه.
همدا رنګه د لغمان ولايت په دولت شاه ولسوالۍ کې هم د دوو کورنيو تر منځ هغه شپږ کلنه شخړه هواره شو، چې له يوه لوري پکې يو کس خپل ژوند له لاسه ور کړی و. د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت په مشرۍ د دولت شاه ولسوالۍ ولسوال، قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په ګډو همکاريو د جرګې د عادلانه پريکړې پر اساس دغه شخړه حل شوه او ښکېل اړخونه د ورورۍ په ټغر سره راټول شول. ښکېلو لورو په خپله تېره دښمنۍ پښېماني وښوده، يو بل ته يې بښنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به د یو بل په وړاندې خنډونه نه ایجادوي.
په ورته مهال د هرات ولايت په غور درواز سيمه کې د دوو قومونو ترمنځ هغه شخړه پاي ته ورسيده، چې درې تنه پکې وژل شوي وو. د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په همغږي د ولايتي مسؤلينو، ولسي مشرانو، ديني عالمانو او سلګونه ګډونوالو په شتون کې د دواړو طرفونو ترمنځ د خير فيصله وشوه، چې دښمني يې په دوستۍ بدله او سره غاړه غړۍ شول.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو محلي ادارو په همکارۍ هڅه کوي، چې په ټول هيواد کې ولسونه متحد کړي، شخړې له منځه يوسي او خلک ارام او هوسا ژوند ته راوبولي.