په بلخ، جوزجان او باميان ولايتونو کې د دریو جلا جلا کورنيو تر منځ شخړې هوارې شوې.

khoram_admin
Sun, Sep 08 2024 9:42 AM
شخړې

شنبه ۱۷/ ۶/ ۱۴۰۳

د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې د دوو کورنیو تر منځ هغه شخړه حل شوه چې د درملو له کارولو وروسته یوه ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکړی و، د بلخ ولايت د سرحدونو،قومو او قبايلو چارو رياست په هلو ځلو دا جنجالي شخړه حل او دواړو خواوو يو بل وبښل. 

په ورته مهال د جوزجان ولايت په شورجر کې هم د ترافیکي پېښي له امله رامنځ ته شوې پيښه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس غلام نبي صميم، قومي مشرانو او ا.ا.ا د ځينو مسؤلينو په همکارۍ حل او فصل شوه، د وژل شوي کس کورنۍ مقابل لوری وباښه.

همدارنګه د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت په مشرۍ د ولسي مشرانو، علماوو او سپين ږيرو په منځګړيتوب د باميان ولايت په مرکز کې د دوو لويو قومونو ترمنځ راپورته شوی جنجال حل او دواړه طرفونه د ورورۍ په ټغر سره کيناستل.

په دغه رامنځ ته شوې شخړه کې چې د دواړو لوريو ځوانانو وهل ټکول هم پکې کړي وو له روغې جوړې وروسته يې يو بل ته بښنه وکړه او سره غاړه غړۍ شول، دوی ژمنه وکړه چې په آينده کې به هيڅ ډول تاوتريخوالی نه سره کوي او د دواړو قومونو تر منځ به په خوشحالۍ راشه درشه سره کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu