په جوزجان او غزني ولايتونو کې دوې بېلابېلې شخړې حل شوې

khoram_admin
Tue, Sep 03 2024 2:40 PM
شخړې

سه شنبه۱۳/ ۶/ ۱۴۰۳

د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس غلام نبي صميم په مشرۍ د ځايي خلکو او د يني علماوو په همکارۍ د ياد ولايت په دشت ليلې دښته کې د څړځايونو او پسرلني هستوګنځايونو پر ملکيت دوه مرور وروڼه پخلا او خپل عادي ژوند يې پيل کړ.

همداسې د غزني ولايت په ناهور ولسوالۍ کې هم د دوو کورنيو تر منځ هغه شخړه حل شوه، چې د زراعتي ځمکې او تګ راتګ لارې له وجې رامنځته شوې وه. د دغه منازعې د تاو تريخوالي له کبله له يوه طرف يو کس ژوبل شوی وو. ياده شخړه د غزني ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو له لوري حل شوه.

د يادونې وړ ده چې تيره ورځ هم د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په همغږۍ د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې دې ته ورته شخړې حل شوې، چې پکې جوزجان، ميدان وردګ، بادغيس او غزنی ولایتونه شامل وو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu