په فارياب ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه دښمني په دوستۍ بدله شوه چې يو بل يې سره وژلي وو

khoram2_admin
Wed, Aug 28 2024 8:10 PM
شخړه

چهار شنبه ۲۴/۲/۱۴۴۶

د فاریاب ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس مولوي محمد مير صارم په مشرۍ او د يو لوړ رتبه هيئت په ملتيا د ولسي سپين ږيرو، ځايې مخورو، ديني عالمانو او د اسلامي امارت د مسؤلينو په شريکو هلوځلو، دغه اوږده شخړه هواره شوه او طرفینو يو بل ته د سولې غاړه ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د فارياب ولايت المار ولسوالي په غلبله سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د پيښې شوې دښمنۍ له امله له دواړو لوریو يو يو کس وژل شوی و او د دوی ترمنځ ناندرۍ یې را پورته کړې وې، د یاد هیئت له هڅو وروسته ښکيلو طرفونو ژمنه وکړه چې نور به د ورورۍ په فضا کې خپله دوستي پالي او هيڅ کله به بیا یو بل ته ستونزې نه جوړوي.

د یادونې ده چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو محلي ادارو او د شخړو حل کمیسیونونو په منځګړیتوب تيره ورځ هم د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې دې ته ورته شخړې حل کړې، چې پکې بلخ، بادغيس، زابل او غزني ولايتونه شامل وو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu